معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره یوه اونۍ پاکستان کې ۸ سوه افغان کډوال نیول شوي

تېره یوه اونۍ پاکستان کې ۸ سوه افغان کډوال نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۸ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د سرپرست حکومت سرکونسل عبدالجبار تخاري ويلي، چې د تېرې یوې اونۍ پرمهال پاکستان کې څه باندې ۸سوه افغان کډوال نیول شوي دي.
تخاري ویلي، چې د نیول شویو کسانو په منځ کې ماشومان هم شامل دي او ډېری دغه کسان له سند ایالته څه نیول شوي دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د دغه هېواد د لنډمهالي لومړي وزیر له څرګندونو وروسته، اوس یو شمېر افغان کډوال د پاکستان حکومت له لوري په اسلام آباد او ځینو نورو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو له زیاتېدو خبر ورکوي.
د عبدالجبار تخاري په وینا، هغه ۲ سوه افغان کډوال چې په دې وروستیو کې نیول شوي وو، د سرپرست حکومت د کونسلګرۍ د هڅو له امله بېرته خوشې شوي، خو د نیولو دغه بهیر اوس هم دوام لري.
تر دې وړاندې افغان حکومت څو وار له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې وه، چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس