معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېرو شپږو میاشتو کې له کندهاره بهر ته ۳۰زره ټنه وچه مېوه صادره شوې

تېرو شپږو میاشتو کې له کندهاره بهر ته ۳۰زره ټنه وچه مېوه صادره شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کندهار سوداګرۍ خونې مسوولينو ويلي، چې له کندهار څخه په تېرو شپږو میاشتو کې ۳۰زره ټنه وچه مېوه بهر ته صادره شوې ده. مسوولين زياتوي، چې د ۹۵ میلیونه ډالره په ارزښت دغه وچه مېوه پاکستان، هندوستان، امريکا، نيپال، کاناډا، متحده عربي امارات، اوزبکستان ترکيې او چين ته صادره شوې ده.
د وچې مېوې په دغه صادراتو کې کشمش، ابجوشي، بادام، انځر، شکرپاره، پسته او ځینې نورې مېوې شاملې دي.
هېواد کې وچه مېوه تر ډېره په کندهار، زابل، اوروزګان او دايکندي ولايتونو کې توليديږي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس