کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بامیانو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤولینو ويلي، چې تېر کال د دغه ولایت له تاریخي او تفریحي سیمو څه باندې یو لک کورنيو او بهرنيو سیلانیانو لیدنه کړې ده.
د مسوولینو په خبره د دغو یو لک سیلانیانو له ډلې یې ۱۵۰۰ بهرني وګړي دي.
د یاد ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست مسؤولان زیاتوي، چې هوډ لري په روان کال کې د ګرځندوى د صنعت د ودې او په دغه ولايت کې د زياتو کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د راجلبولو په موخه د سیلانيانو لپاره لا زیاتې آسانتياوې برابرې کړي.
د دوی په وینا لومړي قدم کې به په بند امیر پارک کې د غوره آسانتیاوو لرونکی یو هوټل جوړ کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/