معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جاپان افغانستان کې له بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې په موخه ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ:

جاپان افغانستان کې له بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې په موخه ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ:

کابل- ګهيځ نيوز:(شنبه د جدي ۳مه ۱۴۰۱)
د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې یا جایکا د افغانستان په جنوب کې له کورنیو بې ځایه شویو او نویو ستنو شویو کورنیو سره د مرستې په هدف د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
په هغې خبرپاڼه کې چې جایکا په خپله ویبپاڼه کې خپره کړې، ویل شوي چې د دغه هوکړه لیک له مخې یو ملیاردو ۷۹۷ میلیونه جاپاني ینه چې څه باندې ۱۳۵ میلیون ډالره کیږي، برابروي او دا پیسې به په هغو سیمو کې د ژوند د شرایطو د ښه کېدو پر پروژو ولګول شي، چې دغه بې ځایه شوي په کې ځای پرځای شوي دي.
تمه ده چې په دې اړه په کندهار، هلمند، ارزګان، نیمروز او زابل ولایتونو کې یو شمېر پروژې په ۲۴ میاشتو کې تطبیق شي.
د خبرپاڼې له مخې ډېری داخلي بې ځایه شوي او افغانستان ته را ستانه شوي کسان د کارونو د نشتوالي او اقتصادي ناوړه وضعیت له امله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس