معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جاپان د افغانستان فرهنګي میراثونو د ساتنې لپاره نړیوال کنفرانس جوړوي

جاپان د افغانستان فرهنګي میراثونو د ساتنې لپاره نړیوال کنفرانس جوړوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان کې د جاپان سفیر ویلي، چې په پلازمېنه توکیو کې به د افغانستان د فرهنګي میراثونو د یوه نړیوال کنفرانس د جوړېدو لپاره هڅې وکړي.

تاکایوشي کورومیا دا ژمنه کابل کې د اطلاعات او کلتور وزارت د کلتور او هنر له معین سره د خبرو پرمهال کړې ده.

نوموړي ویلي، جاپان فرهنګي چارې له سیاسي مسایلو سره تړلې نه بولي او په هر ډول شرایطو کې یې ملاتړ کوي.

د افغانستان د فرهنګي میراثونو د نړیوال کنفرانس د هدف په اړه د جاپان سفیر زیاته کړې، هېواد یې غواړي په‌‌ دې ډول د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې او رغونې برخې ته د نړیوالو پاملرنه زیاته کړي.

تر اوسه د دې کنفرانس د جوړېدو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس