معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جاپان د طب په برخه کې له افغانستان سره د ۳ میلیونه ډالرو مرسته کوي

جاپان د طب په برخه کې له افغانستان سره د ۳ میلیونه ډالرو مرسته کوي

ګهیځ: نن شنبه (د کب ۲۱مه او د مارچ ۱۳مه نېټه ده) یونیسف وايي، چې جاپان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې ۳ میلیونه ډالره مرسته کوي.
له ماشوامانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۶۹ زره کسان به، په ځانګړې توګه بې ځایه شوي کسان، له دې پیسو ګټه اخلي.
د یونیسف د خبرپاڼې له مخې د دغو پیسو یوه برخه به د افغان ماشومانو په پالنه او ملاتړ ولګول شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، په پام کې لري چې سږ کال له ۱۲.۹ میلیونه ماشومانو سره مرسته وکړي.
د دې ادارې په وینا، د افغان ماشومانو ژوند له بېړنیو مرستو پرته ناشونی دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان له روغتیايي برخې سره مرستې زیاتې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس