معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جاپان له افغانستان سره ۱۸ میلیونه ډالره مرسته کړې

جاپان له افغانستان سره ۱۸ میلیونه ډالره مرسته کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۷ نېټه):
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، جاپان په افغانستان کې د ویروسي ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره ۱۸ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
د دې موسسې د افغانستان څانګې پرون په یوه بیانیه کې لیکلي، چې دا پیسې به د خپلو همکارانو د ظرفیت د لوړولو او همدارنګه د مېندو او ماشومانو په درملنه ولګول شي.
د خبر له مخې، د افغانستان په څېر هېوادونو کې له طبيعي پېښو وروسته ويروسي ناروغۍ زياتېږي.
دا مالي مرسته په داسې حال کې د افغانستان له روغتیايي سکتور سره کیږي، چې ناروغانو ته د لازمو روغتیايي خدمتونو د نه وړاندې کولو او د خوارځواکۍ په څېر ناروغیو له امله د ماشومانو د مړینې په اړه ډېر شکایتونه موجود دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس