معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جاپان وایي، افغانستان سره د کرنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو

جاپان وایي، افغانستان سره د کرنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د راپور پر بنسټ، د جاپان سفیر د همکاریو د دوام، د مالي مرستو د زیاتوالي او د دې هېواد اړوند د هغو پروژو د بشپړولو په هکله ډاډ ورکړی، چې تر اوسه بشپړ شوې نه دي.
د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا ويلي، چې هېواد یې له کرنې وزارت سره همکارۍ ته لېواله دی او هڅه کوي، چې د اقليمي بدلون، د اوبو مديريت، وچکالۍ، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې او داسې نورو برخو کې خپلې پروژې پلي کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس