دوشنبه، د لړم ۱۶مه
کابل/ګهیځ: د جرمني د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو په یوه ګډ لیک کې خبرداری ورکړی، چې له افغانستان څخه له ګواښ سره مخ افغانانو د ایستلو بهیر کې هیڅ ډول فردي او نوي غوښتنلیکونه نه مني.
په لیک کې راغلي، چې غوښتنلیکونه منل د دوی کار نه دی، بلکې هغه با صلاحیته ادارې او سازمانونه چې د جرمني له حکومت سره کار کوي، د په شرایطو برابر کسانو اسناد چې له مخکې ورسره دي، حکومت ته سپاري څو نوره پروسه مخې ته یوسي.
د جرمني حکومت څرګنده کړې: “اوس هېڅ ډول نوی غوښتنلیک نه منل کېږي آن که د جرمني د حکومت د رسمي ادارو لکه د فدرال وزارتونو، په کابل کې د جرمني سفارت یا د جي آی زي موسې لوري هم وي. ”
د روان کال په اکټوبر میاشت کې د جرمني حکومت وویل، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به په هره میاشت کې ۱۰۰۰ هغه افغانان، چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، جرمني ته یوسي.
د جرمني حکومت ویلي دي چې په دغه نوي پروګرام کې لومړیتوب هغو خلکو ته ورکول کېږي چې د خپلې کاري سابقې له کبله له مجازاتو او خطر سره مخامخ دي.
د حکومتي چارواکو په خبره د دې پروګرام په دوهمې مرحلې کې لومړیتوب د هغو کسانو دی، چې د خپل جنسیت او مذهب له کبله یې ژوند په خطر کې وي.
د جرمني د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونه په دې اړه په خپل جوړ شوي ویسبایټ کې تازه او هر اړخیز معلومات خپروي.
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / جرمني د افغان پناه غوښتونکو له فردي او نویو غوښتنلیکونو له منلو انکار کړی