معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جلال آباد ښار او تورخم ښارګوټي کې د غير قانوني سيمکارتونو د پلور مخنيوي کمپاين ترسره شو

جلال آباد ښار او تورخم ښارګوټي کې د غير قانوني سيمکارتونو د پلور مخنيوي کمپاين ترسره شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۶ نېټه):
د ننګرهار باختر آژانس د خبر له مخې تېره ورځ د جلال آباد ښار د تالاشۍ او مخابراتو چوک په ګډون د کابل هډې په یو شمېر برخو کې د ناقانونه سیمکارتونو د خرڅلاو د مخنیوي کمپاین ترسره شو.
د مسوولینو په وینا نن چهارشنبه بیا دغه کمپاین تورخم ښارګوټي کې ډيورنډ فرضې کرښې ته څېرمه د ګډ کمېسیون له لوري پر لار اچول شوی و.
د خبر له مخې ياد کمپاين کې د مخابراتو ريیس، اداري او د آی ټي مدير، د اترا ادارې ختیځ زون امر او د نورو کارمندانو ترڅنګ د استخباراتو رياست استازي شتون درلود، چې په پایله کې یې ۱۲۶ قطعې هغه سيمکارتونه چې په غير قانوني ډول پلورل کېده، ضبط کړل شول.
خبر زیاتوي، مسوولينو یادو پلورونکو ته جدي سپارښته وکړه، چې کۀ راتلونکي کې له دغه ډول پلوره ډډه ونه کړي، له جدي قانوني چلند سره به مخ شي.
دغه کمپاین ننګرهار ولايت کې د ګډ کمېسیون له لوري په دوامداره توګه وخت ناوخت ترسره کيږي، چې موخه یې په ناقانونه توګه د سیمکارتونو د خرڅلاو مخنیوی ښودل شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس