معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جلال آباد کې د حفظ الصحې مراعت کولو په موخه د قصابیو ټول دوکانونه شیشه بندي کیږي

جلال آباد کې د حفظ الصحې مراعت کولو په موخه د قصابیو ټول دوکانونه شیشه بندي کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۵ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جلال آباد ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې د دوی د تنظیم د امریت له لوري د یوې منظمې طرحې او پلان له مخي د ښار ټولو قصابانو ته لارښوونه شوې، چې د بشپړې حفظه الصحې د مراعتولو په موخه باید خپل دوکانونه چوکاټ او شیشه بندي کړي.

د دوی په وینا قصابانو ته دا سپارښتنه هم شوې، چې د غوښې ښه ساتلو لپاره باید ټول اړین لوازم او وسایل خپل دوکان کې له ځان سره ولري.

ځایي مېشتي خلک هم د ښاروالۍ په دې اقدام خوښ دي.

د دوی په خبره دې سره به غوښه له ګردونو او بېلابېلو مکروبونو وساتل شي او تنظیم به یې د ښار په ښکلا کې موثر رول ولوبوي.

بل لور جلال آباد ښار کې د قصابانو داتحاديې رییس وایي، تر دغې لارښوونې وروسته د ښار

۵۰ سلنه دوکانونه په معیاري ډول چوکاټ او شیشه بند شوي او پاتې نور به هم په لنډه موده کې د پلان مطابق ورغول شي.

د معلوماتو له مخې جلال آباد کې د قصابیو د ۲۵۰ شاوخوا دوکانونه ثبت او راجستر دي، چې تر دې وړاندې به د اوړي په موسم کې د تودوخې درجې په لوړېدو سره په سختۍ د غوښې ساتنه کېدله

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس