معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جنوبي وزیرستان کې د وسلوال بريد له امله ۱۶ پوځيانو ته مرګ – ژوبله واوښته

جنوبي وزیرستان کې د وسلوال بريد له امله ۱۶ پوځيانو ته مرګ – ژوبله واوښته

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۳۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا په جنوبي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو پر مرکز وسلوال بريد شوی، چې له امله یې شپږ تنه پاکستاني پوځیان ووژل شول او لس نور ټپيان شول.

د ځایي چارواکو په وینا، د ټپیانو له ډلې د څلورو تنو روغتیایي حالت نازک دی.

سرچینې زیاته کړې، چې دغه برید د شپې په نهه بجو په لډها سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې د وسلوالو لخوا شوی دی.

د دوی په وینا تر دغه برید وروسته د پولیسو لخوا په سیمه کې چاڼیز عملیات هم پیل شوي دي.

د پاکستاني طـ ـالـ ـبانو تـ ـحریک د دغه برید مسوولیت منلی او په کې د ګڼو پوځیانو د وژلو ادعا یې کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس