معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / حـ ـماس جـ ـهادي غـ ـورځنګ د یـ ـحیی السنوار شـ ـهادت تایید کړ

حـ ـماس جـ ـهادي غـ ـورځنګ د یـ ـحیی السنوار شـ ـهادت تایید کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې حماس جهادي غورځنګ د خپل سیاسي دفتر مشر او د دې جهادي غورځنګ نامتو او زړور قومندان شهادت تایید کړ.

شهید السنوار پر اسراییلي اشغالګرو د خونړي عملیاتو طـ.وفان الاقصی طراح و، چې زرګونه اسراییلو ته په کې مرګ – ژوبله اوښتې وه.

د فلسطین د جهادي حرکت حـ ـماس مشر ښاغلی یـ ـحیی السنور د کلونو جهاد، زندان او ستړياوو ګالوو وروسته د اسراییلي اشغالګرو سره په مخامخ جګړه کې په شهادت رسېدلی دی.

د یادونې وړ ده، چې د شهید السنوار پر شهادت د اسلامي نړۍ مسلمانانو درنه خواشیني څرګنده کړې او نوموړی یې د اسلامي امت یو زړور او نامتو جهادي مبارز قومندان یاد کړی دی.

بل لور حـ ـزب الله ډلې د نوموړي شهادت لویه ضایع بللې او د اسراییلو پر وړاندې یې د خپلو نویو پیلېدونکو عملیاتو خبرداری ورکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس