کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزې جبالیا سیمه کې د حماس جهادي غورځنګ پوځي څانګې القـ.ـسام ځواکونو د اسراییلي اشغالګرو د ۴۰۱ پوځي لوا مشر په سنایپر په نښه کړی او له منځه یې وړی دی.
د اسراییلو ۱۲ تلوېزیون د اسراییلو دفاع وزارت په حواله د دې خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې غزه کې د اسراییلو لوړپوړی نظامي چارواکی وژل شوی دی.
۴۰۱ پوځي لوا د اسراییلي اشغالګرو هغه څانګه ده، چې د ټانکونو او شوبلو مسوولیت په غاړه لري او د روانې جګړې په لړ کې مهمه لوا بلل کیږي.
پر غزې د اسراییلي اشغالګرو د تېر یو کلن یرغل راهیسې دا لومړی ځل دی، چې د اسراییلو تر ټولو لوړ رتبه پوځي چارواکی په غزه کې د مجاهدینو لخوا له منځه وړل کیږي.
دا پېښه د غزې تراړې شمال لوري ته جبالیا سیمه کې رامنځته شوې، چې د درې اونیو راهیسې اسراییلي اشغالګرو دغه سیمه تر محاصرې او بمبار لاندې نیولې، څو خلک کوچېدو ته اړ کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/