کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو عربي رسنیو راپور ورکړی، د حماس جـ ـهادي غـ ـورځنګ د اسراییلي اشغالګرو پر وړاندې اوږده مبارزه کې تاریخي بریا ترلاسه کړه.
غزه کې د ۱۵ میاشتو جګړې او وحشتونو وروسته بالاخره اسراییلي اشغالګرو د حـ ـماس جـ ـهادي غـ ـورځنګ غوښتنو او شرطونو ته غاړه کېښوده او د جګړې درولو، غزې څخه تېښتې او بندیانو تبادلې غوښتنې یې ومنلې.
د اسرائیلي اشغالګرو له لوري د دې شرطونو منلو خبر الجزیرې تلوېزیون او د اسراییلو ۱۲ خبري چېنل خپور کړی دی.
د خبر پربنسټ نن ورځ به د اسراییلو حکومت په رسمي ډول خپله موافقه د قطر حکومت ته وسپاري.
د چارو څارونکي وایي، حماس جـ ـهادي غـ ـورځنګ د خپلو قربانیو پرمټ وکولای شول، چې د اشغالګرو د پرمختللو وسلو او ټکنالوژۍ سره – سره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او د آزادۍ ډیوه ژوندۍ وساتي.
بل لور د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن هم اعتراف کړی، چې د حـ ـماس ماتول ناشوني دي او مبارزه یې ورځ تر بلې پیاوړې کیږي.
د چارو څارونکو وایي، د غزې جګړې نړۍ ته وښوده، چې د حق لپاره مبارزه او د ملتونو قوي اراده د هر ډول ظلم او اشغال پر وړاندې بریالۍ کېدای شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/