معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / حوثي ځواکونو په سور سمندرګي کې دوه بېړۍ په نښه کړي

حوثي ځواکونو په سور سمندرګي کې دوه بېړۍ په نښه کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، چې د یمن حوثي ځواکونو له لوري په نښه شویو بېړیو کې یوه یې د سعودي عربستان او بله هغه د پاناما هېواد پورې اړوند ده.

دا تېل وړوونکې بېړۍ د بلاستیک توغندیو او بې پېلوټه الوتکې له لورې په نښه شوي دي.

له سنټکام په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه بېړۍ چې یوې یې د امجد په نوم د سعودي عربستان او دوهمې یې د تالاب آبي یو په نوم د پاناما بېرغونه درلودل، په نښه شوي دي.

رویټرز خبري آژانس ویلي، چې د سعودي بېرغ لرونکې بېړۍ په یو وخت د دوه ملیونه بیلرو تیلو د لېږد ظرفیت لري.

د یمن حوثي ځواکونو د دغه بریدونو د مسؤولیت په منلو سره ټینګار کړی، چې دوی دا بریدونه د فلسطین له خلکو څخه د ملاتړ په موخه ترسره کړي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس