معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / حکمتیار: د پاکستان یا تاجکستان له فضا افغانستان ته امریکايي الوتکې راځي

حکمتیار: د پاکستان یا تاجکستان له فضا افغانستان ته امریکايي الوتکې راځي

ګهیځ نیوز: نن شنبه (وږي/اسد ۱۲مه او د اګسټ میاشتې رېیمه نېټه ده) د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په باور ښايي امریکايي بې پیلوټه الوتکې د پاکستان او یا هم د تاجکستان له لارې افغانستان ته راځی.
نوموړي ټینګار کړی، چې افغانانو ته باید روښانه شي، چې هېواد ته یې بې پیلوټه امریکايي الوتکې له کومې لارې داخلېږي.

نوموړي د خپلو معلوماتو پر بنسټ څرګنده کړې، چې ښايي دا الوتکې په قطر کې له امریکايي اډې الوزي او د پاکستان له لارې افغانستان ته راځي خو ورته مهال وايي، چې تاجکستان د فرخار ایربیس په نوم یوه پخوانۍ اډه امریکا ته ورکړې، چې د امو سیند په درې کیلومټرۍ کې د تاجکستان په خاوره کې موقعیت لري او په خبره یې ښايي امریکايي ډرون له هماغه ځایه افغانستان ته را اوړي.

له دې وړاندې د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد هم افغانستان ته د امریکايي الوتکو د راتګ په اړه ویلي و، چې پاکستان خپله فضا د افغانستان پر ضد کاروي خو پاکستان دا ادعاوې رد کړې.

حکمتیار تېره ورځ د جمعې په خطبه کې دا هم ویلي، که امریکا او نړیواله ټولنه په افغانستان کې ټولګډونه حکومت غواړي نو ولې د دوحې مذاکرات یوازې د دوو اړخونو تر منځ تر سره شول.
هغه وویل چې یاد مذاکرات ټولګډونه نه و بلکې د امریکا او طالبانو تر منځ دوه اړخیز وو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس