معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / حکومت او مقاومت ډلې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې

حکومت او مقاومت ډلې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې

حکومت او مقاومت ډلې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږي/سنبلې ۲۳مه او د سپټمبر میاشتې ۱۴مه نېټه ده) د افغانستان حکومت او د مقاومت ډله دواړه په پنجشیر کې د نښتو پر مهال یو بل ته د درنې مرګ ژولې اړولو ادعا کوي.

د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې امنیتي ځواکونو یې په پنجشیر کې د مقاومت جبهې ۴۰ غړي وژلي او ۱۰۱ نور یې بندیان کړي دي.

نوموړي بېګاه ماښام (سه‌ شنبه، وږي ۲۲) پر خپل ټویټر لیکلي چې په وژل ‌شویو کسانو کې د مقاومت جبهې څلور قومندانان هم شامل دي.

ها خوا راپورونو د مقاومت ویاند صبعت الله احمدي له قوله که څه هم د دغې ډلې د ۱۱ غړو وژل تایید کړي خو وايي، چې احمدي د ۴۱ حکومتي ځواکونو د وژلو ادعا هم کړې.

د مقاومت ډلې وياند ویلي: “طالبانو د ټولو اسلامي ارزښتونو، بشري معيارونو او د جينو کنوانسیون (د جګړې له بنديانو سره د چلند په اړه) د مقاومت د جبهې اته تنه غړي په ډزو سره شهيدان کړي دي.

مجاهد ویاند بي ‌بي ‌سي ته ویلي، چې د مقاومت ډلې دغه غړي د جګړې په ډګر کې وژل شوي. د هغه په وينا، دوى له غره را ښکته شوي او د حکومت پر پوستو يې بريدونه کړي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس