حکومت د عینکو کان د کیندنې لپاره چینايي کمپنۍ سره همغږۍ ته چمتوالی ښودلی
ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۷مه او د جون میاشتې ۷مه نېټه ده) د رییس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، حکومت یې د عینکو کان د ژر تر ژره کېندنې په پار له چینایي کمپنۍ سره همغږۍ ته چمتو دی.
نوموړي دا څرګندونې پرون د چین د ‘ام سي سي’ کمپنۍ له مشرتابه سره په کابل کې د لیدو پر مهال وکړې.
په دې اړه یوه اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي، چې د دغه لوی کان د کیندنې چارې به څه وخت پيلېږي، خو تر دې وړاندې کانونو وزارت ویلي، ۸۰ سلنه چارې مخته تللي دي.
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / حکومت د عینکو کان د کیندنې لپاره چینايي کمپنۍ سره همغږۍ ته چمتوالی ښودلی