معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / حکومت: پاکستان سره شوې هوکړه د دواړو هېوادونو په ګټه ده
Transit trucks stranded due to the border skirmishes between Pakistan and Afghanistan are parked on the side of the road leading to the border in Torkham, Pakistan June 16, 2016. REUTERS/Fayaz Aziz

حکومت: پاکستان سره شوې هوکړه د دواړو هېوادونو په ګټه ده

ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب ۱۹مه او د مارچ ۱۰نېټه ده) د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ برخه کې تازه شوې هوکړه د دواړو هېوادونو په ګټه ده چې تر منځ یې اقتصادي ودې ته لار پرانېزي.
د دغه وزارت ویاند مولوي زهیر رسنیو ته ویلي، کابل او اسلام اباد هوکړه کړې چې د یو بل له خاورې به د سوداګریزو توکو د ټرانزیټ لپاره ګټه اخلي.
د نوموړي په خبره د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري له لومړۍ نېټې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لاریو ازاد تګ راتګ پیل شي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازي صادق خان هم پر خپل ټویټر لیکلي، د مارچ له ۲۱مې نېټې وروسته افغاني لارۍ چلوونکي کولی شي، پاکستان ته د صادراتو او وارداتو لپاره په کابل کې د پاکستان له سفارت او کندهار کې د دغه هېواد له کونسلګرۍ څخه پاکستان ته د ننوتو اجازه پاڼه ترلاسه کړي.
دغه شان پاکستانۍ لارۍ چلوونکي بیا کولی شي په پېښور او کوټه کې د افغانستان له کونسلګریو څخه ورته پاڼې ترلاسه کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس