معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خصوصي ښوونځیو کې یو نیم میلیون زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي

خصوصي ښوونځیو کې یو نیم میلیون زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د خصوصي ښوونځیو د ټولنې رییس ويلي، اوس‌ مهال هېواد کې نږدې یو نیم میلیون زده‌ کوونکې په خصوصي لېسو، منځنۍ او لومړنۍ ښوونځیو کې پر زده‌ کړو بوخت دي.

د دغې ټولنې رییس زیاته کړې، له دې ډلې ۲ لکو څخه تر ۳ لکو پورې زده‌ کوونکې نجونې دي.

په ورته مهال د خصوصي ښوونځیو یو شمېر زده‌ کوونکي وايي، په دغو ښوونځیو کې په ښه ډول زده‌ کړې کوي او ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.

ځینې ښوونکي ټینګار کوي، چې د دولتي ښوونځیو ترڅنګ خصوصي سکټور هم د زد ه‌کوونکو لپاره د زده‌ کړو ښه زمینه برابره کړې ده.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د خصوصي سکټور لا ډېر ملاتړ وکړي.

د معلوماتو له مخې اوس‌ مهال ټول هېواد کې ۳۵۰۰ خصوصي لېسې، منځنۍ او لومړنۍ ښوونځي شتون لري، چې زده‌ کوونکو په‌ کې پر زده‌کړو بوخت دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس