معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوست کې راتلو سېلابونو کورونو او ځمکو ته زیانونه اړولي

خوست کې راتلو سېلابونو کورونو او ځمکو ته زیانونه اړولي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۴مه نېټه):
د راپورونو له مخې د خوست په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د تېرې ورځې زیاتو اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي، چې د کورونو ترڅنګ یې کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي.
ځایي خلک وايي، د سرپنا ترڅنګ د خوراکي توکو له نشت سره مخامخ دي او له اړونده ادارو د مرستې غوښتنه کوي.
بل لور ته د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې مسوولین زیانمن خلک سروې کوي، چې له سروې وروسته به له دوی سره په بېلابېلو برخو کې همکاري ترسره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس