معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوست کې پنځه روغتیایي کلینیکونه جوړیږي

خوست کې پنځه روغتیایي کلینیکونه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په پنځو بېلابېلو ولسوالیو کې د ۳ لکه ډالرو په لګښت د روغتیایي کلینیکونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دغه کلینیکونه د UNFPA په مالي ملاتړ جوړیږي چې هر کلینیک به انه خونې ولري.

افغانستان کې اوس مهال ۵۴۰ روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي، چې له همدې جملې ۱۷۰ یې معیاري ودانۍ لري.

د خوست ولایت ځایي اوسېدونکو د دې روغتیايي مرکزونو د جوړولو په چارو خوښي څرګنده کړې او هیله یې ښودلې چې دا پروژه به په سیمه کې د مور او ماشوم د مړینې خطر را کم کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس