کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په خوست ولایت کې د جلغوزیو سوداګرو ویلي، سږ کال په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات زیات شوي خو بازار یې پیکه دی.
دوی د خوست له هوايي ډګره بهرنیو مارکیټونو ته د جلغوزیو صادرولو غوښتنه کوي.
د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، خوست کې د جلغوزیو د پېر او پلور لنډمهالي بازار ته له ټول هېواده جلغوزي راوړل کیږي، چې سږ کال دغه ولایت کې د درې نیم زره ټنو جلغوزیو حاصلاتو اټکل شوی.
د دوی په وینا اړتیا ده چې د دغو حاصلاتو لپاره له هېواد بهر هم د صادراتو زمینه برابره شي.
د ځایي خلکو په وینا د جلغوزيو لنډ مهالي بازار کې ګڼ شمېر مېرمنو، ماشومانو او ځوانانو ته کاري زمینې هم برابرې شوې دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/