معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خېبر پښتونخوا کې د غر ښویېدنې له امله ۱۲ تنو ژوند بایللی

خېبر پښتونخوا کې د غر ښویېدنې له امله ۱۲ تنو ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا ایالت د بر دېر په پاتراک سیمه کې پر یوه کور غر ښویېدلی، چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ ۱۲ غړو ژوند بایللی.

د دې ایالت د ژغورنې ادارې ویلي، دا پېښه په سیمه کې د زیاتو بارانونو له امله شوې ده.

د دې ادارې په وینا مړو شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د  مسوولینو په وینا د ځایي خلکو په مرسته مړي را وېستل شوي او روغتون ته یې لېږدولي دي.

په مړو شويو کې نهه یې ماشومان، دوه ښځې او یو سړی شامل دی.

چارواکو همدارنګه خبرداری ورکړی چې شدید بارانونه چې تېره میاشت کې پیل شوي، د ځمکې د ښوېدو او سېلابونو خطر يې زیات کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس