معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خېبر پښتونخوا کې د موټر بم برید له امله ۱۷ تنو ته مرګ_ژوبله اوښتې

خېبر پښتونخوا کې د موټر بم برید له امله ۱۷ تنو ته مرګ_ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۵ مه نېټه):
پاکستاني رسنۍ وايي، چې تېره ورځ یوه ځانمرګي بریدګر د خېبر پښتونخوا په میرانشاه ښار کې پر امنیتي پوسته برید کړی دی.
د خبر له مخې دغه ځانمرګي برید کې ځایي چارواکو د دوه پوځیانو په ګډون د یو لس کلن ماشوم د وژل کېدو او د ۱۴ تنو نورو د ټپي کېدو پخلی کړ دی.
د پولیسو یوه چارواکي راشد خان رسنیو ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د برید د طراحانو د موندلو لپاره عملیات پیل کړي دي.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه‌ دی اخیستی، خو په تېر کې د دغه ډول بریدونو مسوولیت د پاکستاني طـ.ـالبـ.ـانو تحریک منلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس