معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خېبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز وسلوال بریدونه شوي

خېبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز وسلوال بریدونه شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې د خېبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز وسلوال بریدونه شوي او لا هم جګړه روانه ده.

د لومړینو راپورونو له مخې روانو بریدونو کې تر دا مهاله څلور پاکستاني عسکر وژل شوي او د دوو عسکرو په ګډون نهه تنه ټپیان دي.

پاکستاني پوځ بیا تر اوسه پورې په دې تړاو رسماً څه نه دي ویلي.

ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د خېبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز لومړی د موټر بم دوه بریدونه وشول او ورپسې نورو وسلوالو بریدونه پیل کړل.

د پاکستاني طـ.ـالبـ.ـانو تحـ.ـریک د دغې برید مسوولیت منلی او ویلي دي چې بشپړ جزیات به د برید له پای ته رسېدو وروسته په ډاګه کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس