معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خېبر پښتونخوا کې نهه پاکستاني پولیس وژل شوي

خېبر پښتونخوا کې نهه پاکستاني پولیس وژل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۱ مه نېټه):
د پاکستانۍ رسنیو د خبر پر اساس د خېبر پښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې نهه پاکستاني پولیس وژل شوي دي.
د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د خبر له مخې دا برید پرون ناوخته د بنو په جاني خېلو سیمه کې د پوځ پر یوه کاروان شوی دی.
د پاکستان د پوځ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د موټرسایکل په وسیله ترسره شوي دې برید کې نهه سرتیري وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.
د یادونې ده چې د یاد برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو په دې وروستیو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي، چې د ډېرو مسوولیت د تـ.ـحریــ.ـک طـ.ـالـ.ـبـ.ـان پاکستان یا ټي ټي پي ډلې په غاړه اخیستی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس