معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خېبر پښتونخوا کې وسلوالو بریدونو پاکستاني پوځیانو ته مرګ – ژوبله اړولې

خېبر پښتونخوا کې وسلوالو بریدونو پاکستاني پوځیانو ته مرګ – ژوبله اړولې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو ویلي، چې نامعلومو وسلوالو د خېبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د ګمبېلا د پولیسو د مرکز د پلټنو مسوول معتبر خان وژلی دی.

د لکي مروت د پوليسو وياند شاهد حميد ويلي، وسلوالو په منګترا ګنډي عمر چيکړ کلي کې پر معتبر خان ډزې وکړې، چې په نتيجه کې يې د هغه د تره زوی اسفنديار خان هم ژوبل شو.

د دې بريد مسووليت لا چا نه دی منلی.

بل خوا د خېبر پښتونخوا په کورمه کې په وسلوال بريد کې د پاکستان د سرحدي ځواک يو عسکر وژل شوی او درې ژوبل شوي دي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، نامعلومه موټر سايکل سپرو وسلوالو د صفي الله په نامه پوليس سرتېری او د هغه ورور نویدالله، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی وو، د لکي مروت په اباخېلو سيمه کې د خپل کور مخې ته ووژل.

دواړه وژل شوي کسان د لکي مروت د پوليس د مرکز مشر شفقت الله وروڼه وو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس