کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۶ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو په کاروان ځانمرگي بريد کې دوه امنيتي چارواکي وژل شوي او ١٩ کسان ژوبل شوي دي.
د خبر له مخې دغه کاروان باندې نن یو موټرسايکل سپاره ځانمرګي بريد کوونکي هغه مهال بريد وشو، چې له دېره اسماعيل خان څخه جنوبي وزيرستان ته پر لار روان و.
تر اوسه د دغې برید مسوولیت چا نۀ دی منلی، خو تېر کې د دغه ډول بریدونو مسوولیت د پاکستاني طـ.ـالبانو تحریک منلو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/