معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خېبر پښتونخوا کې یو برید درې پاکستاني پولیس ووژل او پنځه نور یې ژوبل کړل

خېبر پښتونخوا کې یو برید درې پاکستاني پولیس ووژل او پنځه نور یې ژوبل کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۱ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې د پاکستاني پولیسو پر موټریز کاروان د شوي برید له امله درې تنه پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د ټانک سیمې د پولیسو ویاند رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه تېره ورځ مازیګر شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې وژل شویو کې یو SHO او دوه نور ټیټ رتبه پولیس شامل دي.
پولیس وايي، تر دې پېښې وروسته سیمه کې د وسلوالو د موندلو لپاره عملیات پیل شوي دي.
د تـ.ـحـ.ـریـ.ـک طـ.ـالـ.ـبان پاکستان ویاند د دې برید مسوولیت منلی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس