کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند سوداګریز کرکټ لیګ IPL د لوبډلو لخوا د لوبغاړو د پېر (بولۍ) مراسم د سعودي عربستان په جده ښار کې د ۷ ورځو وروسته ترسره شي.
د دې لیګ لپاره له ۱۶ مختلفو هېوادونو څخه ۴۰۹ بهرنیو لوبغاړو نوملیکنه کړې، چې له دې ډلې ۲۹ افغان لوبغاړي وو.
له دغو ۲۹ لوبغاړو څخه ۱۸ شارت لېست شوي دي.
دغه راز د هند له داخلي لوبغاړو څخه ۱۱۶۵ لوبغاړي په بولۍ کې پېرلو ته وړاندې کیږي. په ټولیز ډول به ۱۵۷۴ لوبغاړي د IPL بولۍ مراسمو کې ګډون وکړي.
افغان ستوری راشد خان د ګجرات لوبډلې لخوا له بولۍ پرته د ۱۸ کروړه هندي روپیو په بدل کې ځان سره ساتلی دی.
دا لیګ د نړۍ په کچه ستر سوداګریز کرکټ لیګ دی، چې په کې د راشد خان ترڅنګ نور احمد، محمد نبي، اللهمحمد غضنفر، نوین الحق، عظمتالله عمرزی، ګلبدین نایب، رحمنالله ګربز او فضلالحق فاروقي له بېلابېلو لوبډلو سره لوبېدلي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/