معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د WFP اداره وایي، افغانستان کې سېلابونو ۱ لک ۶۰ زره کسان اغېزمن کړي

د WFP اداره وایي، افغانستان کې سېلابونو ۱ لک ۶۰ زره کسان اغېزمن کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP ویلي، روان کال په افغانستان کې له یو لک ۶۰ زرو ډېر کسان د سېلابونو له امله اغېزمن شوي دي.

د دې ادارې په وینا زرګونه کورونه او کرنیزې ځمکې هم د دغو سېلابونو له امله ویجاړې شوې دي.

بل لور د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مسوولین وايي، دوی له سېلاب‌ ځپلو سره تر خپل توانه مرستې کوي، خو د دغو مرستو د دوام لپاره افغانستان د کورنیو او بهرنیو مرستندویه موسسو همکارۍ ته اړتیا لري.

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سږکال سېلابونو څخه زیانمن شوي کسان بیا وايي، د سېلابونو منفي اغېزې يې لاهم په ولایتونو کې پاتې دي.

دوی زیاتوي چې دا مهال په نیمه ویجاړو کورونو کې ژوند کوي او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس