کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام WFP ویلي، د ژمي په رارسېدو سره افغانستان کې میلیونونه کورنۍ له کافي خوړو پرته له سختې یخنۍ سره مخامخ دي.
یاد پروګرام په یوې تازه خپره شوې ویډیو کې څرګنده کړې، چې روان ژمي کې به په افغانستان کې په هرو دریو کسانو کې یو تن د خوراکي توکو له سخت کموالي سره مخ شي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، د دغو کورنیو ډېری برخلیک به یو ناممکن انتخاب وي، څو خپلو ماشومانو ته خواړه برابر کړي او که یې ګرم وساتي.
د WFP په وینا افغانستان کې د خوراکي توکو د کمښت ستونزه د نړیوالو همکاریو کمښت او اقتصادي ستونزو له امله لا پراخه شوې ده، چې د افغانانو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
یاد پروګرام د نړیوالو مرستندویانو څخه غوښتنه کړې، چې د افغانانو د ژغورنې لپاره ژر تر ژره مرستې چمتو کړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/