کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې د اروزګان ولایت آغا جان بند د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې دی او د مطالعاتو او امکان سنجۍ لپاره یې بودیجه منظوره شوې ده.
د اوبو او انرژۍ وزیر د اروزګان ولایت له مرستیال والي سره کتنه کې ویلي، د حکومت د امیر د لارښوونې سره سم د دې پروژې د پلي کولو لپاره کلک هوډ لري او له همدې امله هڅه کوي، چې چارې یې ژر پیل کړي.
د آغاجان بند د روزګان ولایت په سطحه یو له لویو بندونو څخه دی، چې په جوړولو سره به یې زرګونه جریبه ځمکه خړوبه او خلکو ته به د برېښنا آسانتیاوې برابرې شي.
دغه بند د اروزګان په چنارتو ولسوالۍ کې موقعیت لري او د جوړولو چارې یې په ۱۳۹۵ کال کې پیل شوې، خو بشپړې نه شوې.
د اروزګان ولایت اوسېدونکي هم هیله لري، چې د دغه بند په جوړېدو سره به یې کرنیز سکتور کې د پام وړ بدلون راشي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/