معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د آلمان یو خېریه بنسټ المان ته د افغان ماشومانو د لېږد په موخه راتلونکې چهارشنبه افغانستان ته راځي

د آلمان یو خېریه بنسټ المان ته د افغان ماشومانو د لېږد په موخه راتلونکې چهارشنبه افغانستان ته راځي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۷ مه نېټه):
د آلمان د سولې کلي په نوم د یوه خیریه بنسټ ویلي، چې یو پلاوی یې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ افغانستان ته ځي، څو هغه ماشومان په نښه کړي چې درملنه به یې په آلمان کې کیږي.
د سرې مياشتې ټولنې ویاند عرفان الله شرفزوی ویلي، آلمان ته د درملنې موخه هغه ماشومان لېږدول کیږي چې په اور سخت سوځېدلي یا یې هډوکي مات شوي او په هېواد کې دننه یې درملنه ستونزمنه وي.
نوموړي ویلي، چې د دغو ماشومانو د پاسپورټ او ویزې په ګډون نور ټول لګښتونه به د سرې میاشتې ټولنې په غاړه وي او په آلمان کې درملنه به یې د آلمان د سولې کلي بنسټ په وړیا توګه کوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند همدارنګه ویلي، په هره دوره کې له پنځوسو نه تر سلو پورې ماشومان د درملنې لپاره آلمان ته بېول کیږي، چې درملنه به یې شپږ میاشتې وخت ونیسي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس