معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ارغندۍ – سیدآباد د برېښنا لېږد مزي پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

د ارغندۍ – سیدآباد د برېښنا لېږد مزي پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت ويلي، له ارغندۍ سب‌ سټیشن څخه د مېدان وردګ ولایت تر سېد آباد ولسوالۍ پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد مزي پروژه پرانیستل شوه.
د راپور پر بنسټ ياد وزارت په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې دغه پروژه د ياد وزارت د سرپرست او يو شمېر نورو چارواکو په شتون کې پرانستل شوه.
د پرانستې په دې مراسمو کې د اوبو او انرژۍ سرپرست ويلي، ټاکل شوې چې د برېښنا لېږد دغه مزی به غزني او نورو ولايتونو ته هم وغځول شي.
مسوولین وایي، له دغې پروژې به د مېدان وردګ ولایت د سېد آباد ولسوالۍ اوسېدونکي هم ګټه پورته کوي او د هغوی د بې برېښنایۍ ستونزه به پرې هواره شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس