کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروزګان خاص ارزګان ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو او مجربو ښځینه او نارینه ډاکټرانو کمښت له امله اندېښمن دي.
دوی وایي، خاص اروزګان یوه ګڼ مېشتې ولسوالۍ ده او له سرپرست حکومته غواړي، چې دغې ولسوالۍ ته د پراخه روغتیایي خدمتونو زمینه برابره کړي.
په ورته مهال د اروزګان سیمه ییز مسوولین د خاص اروزګان ولسوالۍ د اوسېدونکو غوښتنو ته د رسېدنې ډاډ ورکوي.
د خاص اروزګان اوسېدونکي دغه راز وایي، له مرکزه دغې ولسوالۍ ته غځېدلی سړک چې ډېره برخه یې ویجاړه ده، د تګ – راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
تر دې وړاندې مسوولینو په مرکز ترینکوټ او ځینو ولسوالیو کې په تېرو دریو کلونو کې د ۱۶ نویو روغتیایي مرکزونو د جوړېدو خبر ورکړی و.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/