معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ازبکستان لومړی وزیر په نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

د ازبکستان لومړی وزیر په نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په مشرۍ یوه پلاوي ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر عبدالله عارف اف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي، د اورګاډي او سړک له لارې د ترانزيټي آسانتياوو برابرولو، د افغانستان د کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ازبکستان د پانګونې د جلبولو په تړاو خبرې کړي.

د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې د ازبکستان لومړي وزیر د سرخان دریا – پلخمري د برېښنا مزي غځولو او د حیراتانو – هرات – سپین بولدک د رېل پټلۍ په برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغو مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب او ښه تطبیق په موخه به په نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس