معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ازبکستان ولسمشر د قوش تېپې کانال د چارو په اړه اندېښنه ښودلې

د ازبکستان ولسمشر د قوش تېپې کانال د چارو په اړه اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف د مرکزي آسیا هېوادونو سرمشریزه کې د قوش تېپې کانال په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي، چې دا پروژه مرکزي آسیا کې د اوبو وېش زیانمنولی شي.
روسي رسنیو د نوموړي له قوله راپور ورکړی، چې د قوش تېپې کانال د ټولو اړخونو د را سپړلو لپاره یې د یوې ګډې کاري ډلې وړاندیز هم کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت د یاد کانال د جوړولو چارو ته زور ورکړی دی.
د سرپرست حکومت په وینا، د قوش تېپې کانال په پروژه کې نږدې ۵ زره ۵ سوه تنه شپه او ورځ په کار بوخت دي.
له ۳ زره ۳ سوو ډېرو بلدوزرونو او نورو وسایلو څخه د دې کانال په کیندلو کې کار اخیستل کیږي.
دا کانال په هره ثانیه کې له امو سیند څخه ۶۵۰ مترمکعب اوبه انتقالولی شي.
د دې پروژې د بشپړېدو په صورت کې به په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس