معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د اسراییلو لومړي وزیر بیا ځل د حماس خلاف د جګړې سختولو اعلان کړی

د اسراییلو لومړي وزیر بیا ځل د حماس خلاف د جګړې سختولو اعلان کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۱ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د اوربند په باب د نړیوالو د غوښتنې د زیاتېدو په ځواب کې یو وار بیا ویلي، چې د حماس ډلې پر وړاندې به یې جګړه په شدت سره دوام کوي.
نتنیاهو په خپله وینا کې ویلي، اوربند هغه وخت ممکن دی، چې ټول ۲۳۹ یرغمل شوي کسان د حماس ډلې له بنده خوشې شي.
اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د غزې د روغتیا وزارت له قوله ویلي، چې تر اوسه د اسراییل په حملو کې له ۱۱ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې دوه پر درېیمه برخه یې ښځې او ماشومان دي.
روغتیا وزارت ویلي، روغتونونو کې ناروغانو لپاره اکسیجن له شدت کمبود سره مخ دی، چې د همدې کمښت له امله پنځه تنه ټپیانو روغتون کې د اکسیجن کمښت له امله ساه ورکړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس