معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د اسلامي همکاريو د سازمان ځانګړي استازي کندهار کې له یو شمېر افغان چارواکو سره لیدلي

د اسلامي همکاريو د سازمان ځانګړي استازي کندهار کې له یو شمېر افغان چارواکو سره لیدلي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۸ مه نېټه):
د اسلامي همکاریو سازمان په یوه ټویټ کې ویلي، چې افغانستان کې د دې سازمان ځانګړي استازي طارق علي بختي کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست اميرخان متقي او د کندهار له مرستيال والي مولوي حيات الله محب سره لیدنې ترسره کړي دي.
د دغه سازمان په وینا ځانګړي استازي یې دغو لیدنو کې له افغانستانه د دغه سازمان د ملاتړ پیغام اعلان کړ او په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار د ځنډولو پر پرېکړې د بیا کتنې پر اهمیت خبرې وکړې.
تر دې وړاندې هم افغانستان کې د دغې سازمان ځانګړي استازي له یو شمېر افغان چارواکو سره د بېلابېلو مسایلو پر سر خبرې_اترې ترسره کړې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس