کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اداري مرستیال د اسلامي همکاریو سازمان په راتلونکې ناسته کې د سرپرست حکومت د استازو وربلل کېدو غوښتنه کړې.
اداري مرستیال دا موضوع د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په لیدنه کې یاده کړې ده.
حنفي ویلي، د اسلامي هېوادونو ستونزې مشترکې دي او اسلامي هېوادونه باید د دې ستونزو د حل لپاره په ګډه کار وکړي.
په ورته وخت کې طارق علي بخیت په دغه کتنه کې په ګامبیا هېواد کې د اسلامي همکاریو سازمان د راتلونکي ۱۵مې ناستې او د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اړه معلومات ورکړي او ويلي دي، چې موږ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو یو.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/