معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر غزني ته د خپل سفر په ترڅ کې له خبریالانو سره کتلي

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر غزني ته د خپل سفر په ترڅ کې له خبریالانو سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نن له غرمې وړاندې د اطلاعات او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه په غزني کې له مېشتو یو شمېر خبریالانو سره وکتل.
د خبر له مخې یاده کتنه کې د غزني د خبریالانو د ټولني مشر دغه ولایت کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې شته ستونزې وزیر سره شریکې کړې او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي عامل یې په سیمه ییزو ادارو کې د مطبوعاتو په برخه کې د مسلکي کسانو نشتون یاد کړ.
په یاده کتنه کې د غزني د اطلاعات او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار وویل، چې د اوسني سرپرست حکومت په راتګ هېڅ یوې رسنۍ خپل فعالیت په غزني کې نه دی توقف کړی، بلکې د پخوا په پرتله د رسنیو شمېر زیات شوی او د یاد ریاست او خبریالانو تر منځ پوره همغږۍ موجوده ده.
خبر زیاتوي، چې په دغه کتنه کې د اطلاعات او کلتور سرپرست وزیر ژمنه وکړه چې د خبریالانو ستونزو ته به د هېواد په کچه رسیدګي کوي.
دغه ژمنه په داسې مهال کیږي چې دې وروستیو کې د هېواد په کچه خبریالان د اقتصادي ستونزو ترڅنګ ګڼو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس