کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳۰ مه نېټه):
د افغان حکومت ویاند ذبـ.ـح الله مجاهد وایي، امیرالمؤمنین یې د حکومت له یو شمېر چارواکو سره د لیدنې پرمهال سپارښتنه کړې، چې پرته له تبعیض او تعصبه دې کار اهلې کارو خلکو ته وسپاري.
د مجاهد په وینا شېخ هبـ.ـت الله په دې لیدنه کې بدخشان، نیمروز، هرات، فراه او بادغیس ولایتونو له واليانو او نظامي چارواکو سره کتلي دي او له هغوی یې غوښتي چې خلکو سره په ښې رویې کولو دې چارو ته مسلکي خلک په دندو وګماري.
که څه هم د دغو لیدنو ویډیو یا انځور نه رسنیز کیږي، خو د حکومت ویاند ډېر کله د دغه ډول لیدنو_کتنو په اړه رسنیو سره لیکنیز اطلاعات شریکوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/