کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۱ مه نېټه):
بي بي سي پښتو ویب پاڼې د خپلو سرچینو په حواله خبر خپور کړی، چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ افغانستان ته د پاکستاني علماوو راغلي پلاوي په کندهار کې د افغان حکومت له امیر سره لیدنه ترسره کړې ده.
یادې رسنۍ ته کندهار کې یوې سرچینې او یو ځایي چارواکي دغه خبر تایید کړی دی.
د دغې لیدنې په اړه نور جزیات تر اوسه رسنیو ته نه دي په ډاګه شوي او نه هم افغان حکومت تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه ویلي دي.
یاد پاکستانی پلاوی د پاکستان د جمعیت العلمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ څو ورځې وړاندې افغانستان ته راغلی دی. د افغانستان حکومت رسمي ویاند ذبیح الله مجاهد نه دغه لیدنه تایید کړې او نه یې هم رد کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/