معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغان حکومت د بندیز سربېره د ریچارډ بېنیټ ماموریت د یوه بل کال لپاره غځول کیږي

د افغان حکومت د بندیز سربېره د ریچارډ بېنیټ ماموریت د یوه بل کال لپاره غځول کیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د ماموریت موده د یوه بل کال لپاره غځول کیږي.

په جینوا کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندېشه په یوه تصویري پیغام کې ویلي، چې ټاکل شوې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په اړه پرېکړه‌ لیک د دغه سازمان د بشري حقونو شورا ته وړاندې شي.

هغه زیاته کړې چې دا پرېکړه‌ ليک د اروپايي ټولنې او ۴۸ نورو هېوادونو له خوا وړانديز او په کې د ريچارډ بېنټ د ماموريت ملاتړ شوی دى.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت افغانستان ته د ریچارډ بېنټ پر سفر له دې امله بندیز لګولی، چې د دوی په باور هغه نړۍ ته د افغانستان د وضعیت ناسم تفسیر وړاندې کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس