معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغان – قزاق دوهم نندارتون په الماتا ښار کې پرانیستل شو

د افغان – قزاق دوهم نندارتون په الماتا ښار کې پرانیستل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان – قزاق دوهم درې ورځنی نندارتون په الماتا ښار کې پرانیستل شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغان – قزاق نندارتون د جوړېدو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې دغه نندارتون به د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او سکتوري اړیکو په پراختیا مثبت اغېز ولري.

له دې سره هم‌ مهاله دغه نندارتون کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال افغانستان په سویلي او منځنۍ آسیا کې د قزاقستان مهم او نه بېلېدونکی سوداګریز شریک بللی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې په افغان – قزاق نندارتون کې ۲۵۰ افغان سوداګرو د افغانستان کورني تولیدات؛ لکه شيريني باب، وچه او تازه مېوه، ګاڼې، لاسي صنایع، د څرمنې صنایع، غالۍ او ودانیز مواد په ۷۰ غرفو کې چې ۱۲ یې ښځو ته ځانګړې شوي، د درې ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس