معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د افغان نجونو د زدکړو مسئله؛ د نړۍ ۲۷ هېوادونو د افغانستان له سرپرست حکومته د ښوونځیو د پرانستو غوښتنه کړې

د افغان نجونو د زدکړو مسئله؛ د نړۍ ۲۷ هېوادونو د افغانستان له سرپرست حکومته د ښوونځیو د پرانستو غوښتنه کړې

کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۲۸مه او د اکټوبر میاشتې ۲۰مه نېټه ده) د سیمې او نړۍ ۲۷ هېوادونو ”په افغانستان کې د ښځو د ملګرو ډلې ” په نوم یوه خبرپانه خپره کړې او د ا.ا له حکومته یې په کې غوښتي، چې ژر تر ژره دې د افغان نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرانېزي.
دا خبرپاڼه چې بېګاه (د تلې ۲۷مه) خپره شوه، ګډوانولو په پرلپسې توګه پر مېرمنو د محدودیتونو لګولو ته ژوره اندېښنه ښوولې ده .
بریتانیا، قطر، امریکا، اسټرالیا، بنګله دېش، بلجیم، کاناډا، چاډ، فرانسه، جرمني، یونان، هنګري، اندونیزیا، آیرلنډ، ایټالیا، جاپان، لبنان، لاتویا، ناروې، پولنډ، سلوانیا، شري لنکا، سویډن، ترکیه، ترکمنستان، متحده عربي امارات او د سینټ وینسنټ او ګریناډین ټاپو له هغو ۲۷ هېوادونو دي چې دا خبرپاڼه یې لاسلیک کړې.
په اعلاميه کې راغلي چې ښوونځيو ته د نجونو د ورتګ د ممنوعیت پرېکړه د افغانستان د اکثريت خلکو هيلې او غوښتنې نه منعکسوي او افغانستان یې په نړۍ کې يوازينی هېواد بللی چې نجونې پکې له ثانوي زدکړو بې برخې دي.
د ا.ا چارواکو ”په افغانستان کې د ښځو د ملګرو ډلې ” د دې خبرپاڼې په غبرګون کې څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې ويلي وو چې د نجونو د زده کړو مخالف نه دي.
څو ورځې وړاندې په ترکیه کې د نړۍ د دیني عالمانو د اتحاد غونډې ته د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانستل حتمي وبلل.
د هغه په خبره دا مهال په یو لړ مواردو لکه، نصاب، ترانسپورټ او ځینې نورو برخو کار روان دی، چې تر بشپړېدو وروسته به یې د نجونو پر وړاندې تر دولسم ټولګي ټول ښوونځي پرانستل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس