معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان امانتي صندوق ۱۳۵ میلیونه ډالره ګټه کړې

د افغانستان امانتي صندوق ۱۳۵ میلیونه ډالره ګټه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۳ مه نېټه):
د راپورونو د له مخې د افغانستان د امانتي صندوق چارواکي وايي، چې دغه صندوق تر اوسه ۱۳۵ میلیونه ډالره ګټه کړې ده.
د افغانستان امانتي صندوق د ۱۴۰۱ لمریز کال د وږي په مه ۲۴جوړ شو.
د افغانستان د امانتي صندوق د مدیره پلاوي غړی شاه محمد محرابي وایي، چې په ټوله کې د دغه صندوق د جوړېدو موخه په هېواد کې د پانګې د زیاتېدو لپاره د شتمنیو ستنېدل دي.
بلخوا د کانونو او صنایعو خونه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه په خصوصي سکټور پورې اړونده ګڼي او وایي، چې د اقتصادي ودې لپاره اړتیا ده چې کنګل شوې شتمنۍ بېرته آزادې شي.
ورته مهال د اقتصاد وزارت یو ځل بیا له امریکا متحده ایالتونو غواړي چې له قید او شرط پرته د هېواد ټولې شتمنۍ ازادې کړې.
دا په داسې حال کې ده چې پر هېواد د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان څه باندې نهه میلیارده ډالره د امریکا او اروپا په بانکونو کې کنګل شوې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس